افغانستانراپورونه

کابلوف: هیله لرو چې ژر تر ژره طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي

روسیه وایي هیله لري چې د طالبانو او امریکا ترمنځ ژر تر ژره د سولې هوکړه لاسلیک شي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وايي د سولې هوکړې د لاسلیک کره نېټه نه ده ورته معلومه خو هیله لري چې ژر تر ژره د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

نوموړي تاس خبري اژانس ته ویلي، ددغه هوکړې لاسلیک ته ورځي او روسیه به د نورو هېوادونو ترڅنګ د سولې هوکړې ضمانت کوي. تر دې وړاندې هم روسیې ویلي وو، چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک ته تیار دي.

کابلوف دغه راز یو ځل بیا ویلي چې دوی په افغاان سوله کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

ورته مطالب