د پرون کیسهسلايډ

د افغانستان چنګيزخان !

احمد زبیر ذاهدي
شفيغ ديوانه اولنی کس و چې د کابل او افغانستان په معاصر تاريخ کې یې د وحشت، قتل، غصب جنسي تيریو بنياد کېښود، چې د کابل خلکو به يې د کيسو په اوريدلو خپل حواس له لاسه ورکول. شفيع ديوانه د لمړي وار لپاره د رقص مرده، له پښتنو او تاجکو ښځو څخه سينې پريکول، د وړو انجونو سينې په چپلکو تر هغې وهل تر څو وپړسېږي او غټې شي او بيا دوی پرې خپله وحشي جنسي تنده خړوب کړي. شفيع ديوانه د ژونديو انسانو په سرونو کې د ميخونو وهلو شروع ان د غوږونو او پزو پريکولو باندې هم بسنه ونکړه او هر هغه جنايت يې وکړ چې د افغانستان په تاريخ کې یې بيلګې بيخي نه وې او نه يې چا کيسې اوريدلې وې.
امريکايي ليکوال کرسټينا ليمپ ليکي: د شفيع ديوانه جنګياليو په کابل پوهنتون کې قرارګاه لرله او د کابل پوهنتون د کتابخانې په کتابونو به یې چای جوشوه ځکه دوی د کابل پوهنتون هيڅ دروازه او کړکۍ نه وه پرې ايښې.
شکست اقوام محروم در افغانستان نومي کتاب کې عليخان زاهدي ليکي : کله چي به جنګ ودرېد د شفيع ديوانه لنډغرو به د جنګ ځپليو کورونو او ودانيو ته ننوتل او څه به چې په لاس ورغلل هغه به يې چور کړل.
شفيع ديوانه د غلو يو منظم ګروپ درلود چې دوی به کوم ځای خوښ شو هغه ځای ته به ورغلل او لوټل به يې شروع کړل. حتی د شفيع ديوانه لنډه غرو د خلکو له کورونو لسګونه ښايسته انجونې له ځان سره وړلې او هلته به په مياشتو مياشتو ساتلي، جنسي تيری به يې پرې کاوه چې ډيرې یې حاملې او نور ډېرو يې اولادونه هم زيږولي ول.
کله چې به د شفيع ديوانه لنډغر د کابل پوهنتون له ساحې څخه وتښتيدل، د ټلوالې د هغه وخت د يو قمندان په قول چې د شپې يوه جلۍ زموږ په لور راغله، زه او څو نور ځوانان حيران شولو خو زړه مو ښه کړ ورغلو.
انجلۍ لوڅه وه راته يې وويل زه د شفيع ديوانه د لنډغرو سره بندي وم او هغوی چې وتښتېدل موږ یې پريښودو. د شفيع ديوانه په زېر زمينۍ کې زما غوندې سلګونه انجونې بنديانې دي چې ډيرې یې په ډېر بد حالت کې دي چې د خوځيدلو نه دي.
د شفيع ديوانه لنډغرو زموږ په کورونو حمله وکړه، سړي يې راته مړه، کورونه يې چور او موږ يې له ځان سره په زور بوتللو. د ديوانه لنډغرو تر دې حده ظلم کولو چې د ښځو سينې به يې د دروازو او کړکيو په قاتونو کې کېښودې او د ښځو له چغو به يې خوند اخيست. د ښځو شرمګاه به يې په سګريټو سوځولې. له ښځو به یې سينې پرې کړې او هغه پرې شوي سينې به يې بيا په نورو بنديانو خوړلې.
علي خان وايي، د شفيع ديوانه د ظلمونو تاريخ بيخي اوږد دی هغه زياتوي: د کابل پوهنتون په الماريو کې د لسګونو انسانانو وچ شوي جسدونه پراته ول. د ديوانه لنډغرو به چې په خپله سیمه کې د بل ځای څوک ونيول هر څه به يې ترې واخيستل او بيا به يې ورته وويل چيري ځې؟ هغه به وويل، فلانکي ځای ته. دوی به ورته وويل، تر هغه ځايه څو کرايه ده؟ هغه به وويل لس يا شل.لنډغرو به ورته وويل اوس لس يا شل افغانۍ را کړه چې خوشې دې کړو او لاړ شې. چون له هغه به يې هر څه اخيستي ول او هيڅ به ورسره نه ول، غلی به شو. دوی به بيا وخندل يا به يې ترې غوږ پرې کړ يا پزه او يا به يې په سر کې ورته مېخ و ووهه.
ديوانه په دشت برچي کې يو شخصي زندان درلود چې په سلګونو انسان یې پکې بنديان ساتلي ول او هغه به هره ورځ له دغو بنديانو دوه دوه وژل او بيا به يې د دغه وژلو شويو انسانانو غوښې نورو بنديانو ته شوروا کوله او دغه شوروا به يې بيا پر هغوی خوړله.
شفیع دیوانه د ۱۹۹۶ کال د اګسټ په ۲۲مه (د ۱۳۷۵ لمریز کال د اسد په ۳۱مه) د بامیانو په مرکز کې د کریم خلیلي په کور کې ووژل شو.
ماخذ: هندوکش ويب پاڼه، ۲۰۲۴/۰۲/۱۴ز کال، غلام محمد توانا.

ورته مطالب