سلايډنظر او تحلیل

افغانستان د ګړنګ پر غاړه نه دی ولاړ

سهار ګوهر

هيله ده په ښه حوصله یې ولولئ

هغه خلک چې نوم او خبرې یې په تاریخ کې پاتې کېږي، د ساه اخېستو تر عمره یې تاریخي عمر ډېر اوږد وي، ځکه خو د رهبرانو او غټو خلکو مخاطب یوازې ژوندی نسل نه وي، هغو نسلونو ته هم په عمل او وینا کې خبرې لري چې تر هغه وروسته راځي، مګر ژوندیو نسلونو سره یې چلند خورا مسؤلانه وي. د لوی اختر په مناسبت د ډاکټر محمد اشرف غني د پیغام په لیدو خوشحاله شوم، ځکه چې زموږ یو جلا وطنه مشر دی. پیغام مې یې ولوست، د متن ځینې برخې یې مناسبې نه وې. اول خو دا چې په متحده عربي اماراتو کې یې پینځه کاله تېر کړل، هغو خلکو د وتلو پر مهال کابل ته الوتکه ورواستوله چې هلته یې انتقال د بې نظمۍ له امله ونه شو، بیا یې پسې ازبکستان ته طیاره ورولېږله، له هغه ځایه یې ولېږداوه؛ خو په آخر کې یې یوه عادي مننه هم ترې نه ده کړې.
پیغام اوږد و، خو مهمه محتوا یې دا وه چې افغانستان د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی، ملي وحدت سر خوړلی، خلک له لوږې مري، په وطن اور بل دی، د هغه په اصطلاح «یوهٔ ملي ګفتمان» ته ضرورت دی او په یوهٔ ډول یې په وروستیو کلماتو کې سیاست ته د راستنېدو اعلان کړی دی.
هغه څه چې په دې پیغام کې ډېر واضح و، ډاکټر غني دا هېڅ په نظر کې نه دي نیولي چې هغه اووه کاله ولسمشر پاتې شوی، د افغانستان د وسلوال پوځ سر قوماندان اعلی و، د افغانستان ټول عواید او د بهرنیو مرستو یوه برخه د هغه په لاس مصرفېدل، په ټوله کې کورنی سیاست او بهرنی سیاست او ملت جوړونه د هغه په تدابیرو پورې تړلې وه؛ غني د اپوزېشن مشر نه و او نه داسې یو سیاستوال و چې آزمایل شوی نه دی، هغه داسې یو رهبر دی چې یوه کامیابه تجربه ترې په میراث نه ده پاتې، نه یوازې د افغانستان، بلکې د نړۍ په کچه د ډېرو کمو او بدو ناکامو رهبرانو په قطار کې ولاړ دی.
ښاغلی غني چې کله په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشرۍ ته نوماند شو، په خلکو کې یې ډېر توقعات راژوندي کړل. سوله، د قانون حاکمیت، ښه حکومتولي، اقتصادي پرمختګ، د ژوند په هره ساحه کې مثبت بدلون او داسې ډېرې وعدې وې چې خلکو په ډېرې نا امنۍ کې پرې ننګ وکړ، مګر د غني لومړی کار دا و چې د خلکو په رایو یې معامله وکړه. د اساسي قانون د واضح جوړښت پر خلاف یې عملاً دوه حاکمیته رامنځته کړل. د سولې په وعده کې یې تر هغه ځایه منډه واخېسته چې کله یې د واک مسئله مطرح کېده، همدا چې پوه شو، سوله ترې ارګ غواړي، نور یې افغان وژنې ته زور ورکړ. په ۲۰۱۸ کال کې یې یو ټیم (اسدالله خالد، امرالله صالح، مسعود اندرابی، یاسین ضیاء، خوشحال سعادت، رامین او څو نور) چې ځان ته یې (T- Killers) یا ط.الب وژونکي ویل، په مهمو دندو وګومارل. تاسې یې دا اوس هم په ګوګل کې لټولی شئ، امنیتي معیین (خوشحال سعادت) به ویل چې زه په اونۍ کې د طال.بانو ۵۰۰ مړي شمارم، بل رقم یې نه منم، تر څو چې یې په وټس اپ کې تصویرونه راونه ښودل شي. د هغه په دې څرګندونو هغه وخت انتقادونه هم وشول چې دا جنګي جنایت دی. مګر څو ورځې وروسته غني کټ مټ همدا تعداد په میاشت کې اعلان کړ چې موږ هره میاشت ۲۰۰۰ طال.بان وژنو. دا خو واضح وه چې د طال.بانو تلفات دومره نه و، که داسې وای، په درېیو کلونو کې ختمېدل. خو عادي خلک به یې د طال.ب په نامه وژل. کله چې یې په اصطلاح «ټي کېلرس» راوستل، غني د بمباریو پخوانۍ پالیسي هم لغوه کړه چې په هغه کې د کور، کلي، جومات، ښوونځي (که مخالفین په کې وای) او ورته ځایونو بمبارول منع و. د حکومتولۍ په برخه کې خو ټولو ولیدل چې د حکومت په لومړي کال کې یې حتی خپله کابینه جوړه نه کړی شوه او د ملي هویت په برخه کې خو چې کله لطف الله نجفي زاده ترې پوښتنه وکړه: «ته غواړې په تذکره کې دې افغان ولیکل شي»؟ چیغه یې کړه: «تو مره مصادف میسازی». مانا ته ما په لانجه کې اچوې؟ په دې ډول یې افغانیت متنازع کړ چې بیا مظاهرې وشوې، خلکو د پښتونستان په واټ کې په سمبولیک ډول غني ته جوړ کړی تابوت وسوځاوه. د ملت جوړونې په ساحه کې هم افغانان تر بل هر وخت ډېر ووېشل شول. د پښتنو اکثر برخه طال.بان وو او نورو قومونو غني په فاشیزم تورناوه، حال دا چې هغه د پښتنو خپل هم نه و. خبره تر دې حده هم ورسېده چې کله یې حاجي داوود لغمانی د فاریاب د والي په توګه وګومارهٔ، اُزبکانو کفنونه واغوستل، د ترکستان بیرغونه یې پورته کړل او والي یې پسې واخېست چې هغه یې بیا په غزني ولایت کې معرفي کړ. د غټو او منځنیو قراردادونو لپاره یې د تدارکاتو اداره جوړه کړه چې له پیله ډېر قراردادونه د «واحدې منبع» له طریقه «خطیب العالمي» شرکت ته ورکول کېده چې په لبناني توب او د غني د مېرمنې د شرکت په نامه مشهور و. وروسته د اجمل غني کمېشن کارۍ وې چې د ځینو قراردادونو لپاره به حتی د پارلمان د رخصتۍ لپاره غني د تدارکاتو قانون تعدیلاوه چې قرارداد مشخص شرکت ته ورکړل شي. په ټول افغانستان کې پخواني ولسوالان عزل شول او صلاحیت یې امنیت شورا ته ورکړل شو، په دې ګومارنو کې دومره واضح فساد روان و چې په شهر نو او وزیر اکبرخان کې یې دفترونه لرل. په ۲۰۱۹ کال کې چې خلکو سوله غوښته، غني د ملي ارادې برعکس دې لپاره ټاکنې وکړې چې پینځه کاله نور په واک کې پاتې شي. په دې وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معیین «هارون حکیمي» خبرې کیسه څومره واضح کړه چې مېرمن یې هغه ته ویلي و: «زه اشرف نه پرېږدم طال.بانو سره سوله وکړي». په دوحه کې د مذاکراتو لړۍ ټولو لیدلې چې په هغه کې د جمهوریت پلاوی څومره بې واکه و او څومره د سولې ضد پالیسي تعقیبېدله.
د استقلال او خودارادیت په اړه خو تر هغه حده هم لاړ چې بګرام ته د ټرمپ لیدو ته ورغی، هغه لکه نانځکه له سټېجه راواخېست او د امریکایي عسکرو په منځکې یې ودراوهٔ.
بیا د دې ټولو خبرو باوجود، کله یو سیاستوال، یو رهبر د نورو د ارادې په خلاف تصامیم نیسي، داسې پرېکړې کوي چې د نورو نه وي خوښې؛ خو، د خپلو فیصلو او اعمالو بیعه هم ورکوي. مګر کله چې د دې غلطو سیاستونو او توهماتو په نتیجه کې جمهوریت د ګړنګ پر ژۍ ودرېد، ډاکټر غني خپله مېرمن او څو حواریون له لاسه ونیول، الوتکې ته پورته شو او والوت. لکه پخوا به چې کله له څرخکو په ځینو سیمو کاغذونه شیندل کېدل، غني هم له هغې چورلکې د خپلو اشتباهاتو بېلونه په ټول افغانستان وشیندل او خپله لاړ. باید په ارګ کې ناست وای، خپل سرنوشت یې باید له دې خلکو سره یو ډول کړی وای. دلته خلک په استخباراتو کې وو، په اردو کې و، په محلي پولیسو، محلي او مرکزي اداره کې یې کار کړی و، په میلیونونه خلک وو، هغو خو چورلکې نه لرلې، د هغوی برخلیک څنګه کېدهٔ؟ آیا دا اخلاق، اصول او سالم وجدان مني چې ټول دې داسې پرېښودل شي؟ که د عفوې بحث نه وای، په افغانستان کې څه پېښېدلی شو؟ خلکو د جمهوریت د ساتنې لپاره غټې دښمنۍ په غاړه اخېستې وې، هغه ټول مخالفانو ته پرېښودل شول او رهبر والوت.
د هرې خبرې او نظر لپاره اخلاقي موقف په کار دی، غني په داسې اخلاقي پوزېشن کې نه دی چې داسې څرګندونې دې وکړي. افغانان، په خاصه توګه د هغو سرتېرو میندې او پلرونه چې زامن یې د جمهوریت په دفاع کې قرباني شوي وو، غني ترې بښنه غوښتې وای. مګر په دې پیغام کې حتی د هغوی د قربانیو یوه یادونه نه ده شوې.
دا سمه ده چې اوسنی حکومت ستونځې لري، مګر افغانستان د ګړنګ پر غاړه نه دی ولاړ. دا دی پینځه کاله کېږي حکومت په خپلو عوایدو چلېږي، یوازې عادي بودجه نه ده، په انکشافي برخه کې هم ډېر کار روان دی. تر نږدې نیمې پېړۍ بحران، جګړې او نفاق وروسته، افغانستان امنیت لري، خلک یې بیا لکه ورونه د یو بل تر څنګ ژوند کوي. سوداګري ښه شوې، په صنعت کې ډېر مثبت پرمختګ راغلی، د مخدره موادو کرکیله، پېر، پلور او قاچاق بند دی. د قدرت جزیري ختمې دي، استقلال لرو. داسې خلک په واک کې دي چې دین، ارزښتونه، ظاهر او باطن یې د همدې خلکو په شان دی.
افغانستان اوس خپل اصلي او طبېعي مسیر ته لوېدلی، دا موجودې وړې او غټې ستونځې به هم حل شي؛ د ناکامو رهبرانو او سیاسیونو خواخوږۍ، مشورو او سیاست ته ضرورت نه لري.