
احساس نیوز | ٢٥ حمل ۱۴۰۵ هـ ش
د چین سره صلیب له لوري د افغانستان د سېلاب ځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره افغاني سرې میاشتې ته سل زره امریکایي ډالر نغدي مرسته وسپارل شوه. یاده مرسته په کابل کې د چین د مرستیال سفیر، ښاغلي باو ژو هوی، له خوا د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهابالدین دلاور، ته وسپارل شوه.
د مرستې د سپارلو په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مشر د چین له حکومت، سره صلیب او خلکو مننه وکړه او ویې ویل چې چین تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ پاتې شوی او په سختو شرایطو کې یې د افغانانو لاسنیوی کړی دی. نوموړي ډاډ ورکړ چې دغه نغدي مرسته به په شفاف او عادلانه ډول مستحقو سېلاب ځپلو کورنیو ته ورسول شي.
بل لور ته د چین مرستیال سفیر هم ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی او دا مرسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشري همکاریو د لا پیاوړتیا یوه برخه ده. هغه زیاته کړه چې چین به په راتلونکې کې هم له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.



