
احساس نیوز | شنبه — ۱۵ وری ۱۴۰۵ هـ.ش
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د چین حکومت اعلان کړی چې د طالبانو او پاکستان د پلاوي ترمنځ د سولې خبرې د دغه هېواد په ارومچي ښار کې روانې دي. راپور زیاتوي چې په دغو خبرو کې تر اوسه یو لړ پرمختګونه شوي او دواړه لوري پر مهمو موضوعاتو بحثونه مخته وړي.
د راپور له مخې، که څه هم د مذاکراتو له پیل څخه درې ورځې تېرې شوې دي، خو چیني چارواکو لا تر اوسه د هغو مشخصو مواردو په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي چې پکې پرمختګ شوی دی. همداراز د خبرو د اجنډا او احتمالي هوکړو په اړه هم رسمي معلومات نه دي وړاندې شوي.
چین ټینګار کړی چې دا خبرې د سیمې د ثبات، امنیت او متقابل تفاهم د ټینګښت لپاره مهمې دي، خو تر دې دمه د طالبانو او پاکستان د استازو له خوا هم د خبرو د منځپانګې په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی. شنونکي باور لري چې د دغو خبرو پایلې به د سیمې پر سیاسي او امنیتي وضعیت اغېز ولري.



