راپورونهسلايډ

روسیې څخه د کابل برید د څېړنې غوښتنه؛ افغان حکومت د پاکستاني حملې د تاوان ارزونه هم غواړي

احساس نیوز | شنبه — ۱۵ وری ۱۴۰۵ هـ.ش

افغان حکومت له روسیې غوښتي چې په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان د پوځي رژیم د برید په اړه هر اړخیزه څېړنه ترسره کړي او د اوښتو زیانونو او تاوان ارزونه کې هم مرسته وکړي. په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست، سهیل شاهین، ویلي چې کابل غواړي مسکو د دې پېښې د پایلو په ارزونه او د حقیقت په روښانه کولو کې فعاله ونډه واخلي.

شاهین له یوې روسي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، روسیه کولی شي د متخصصینو او کارپوهانو یو پلاوی کابل ته واستوي، څو د برید د څرنګوالي، انساني تلفاتو او مالي زیانونو په اړه دقیق معلومات راټول کړي. د هغه په وینا، د دغه پلاوي شتون به نه یوازې د پېښې په څېړنه کې مرسته وکړي، بلکې له قربانیانو او ټپیانو سره د بشري مرستو زمینه به هم برابره کړي.

د راپورونو له مخې، د مارچ په ۱۶مه پاکستاني الوتکو په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتیايي مرکز برید کړی و، چې له امله یې تر ۴۰۰ ډېر کسان شهیدان او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د پراخو غبرګونونو لامل شوې او اوس افغان حکومت له روسیې غواړي چې د برید د تاوان، قربانیانو او ورانیو د کچې په ارزونه کې هم خپل رول ولوبوي.

ورته مطالب