راپورونهسلايډسيمه او نړۍ

عبدالسلام ضعیف: د ټرمپ واکمني د پای پر لور روانه ده

احساس نیوز | سه‌شنبه — ۱۱ وری ۱۴۰۴ هـ.ش

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، داسې ښکاري چې په امریکا کې د خلکو زیاتېدونکې غوسه او د ايپسټين دوسیو د پرله‌پسې افشا کېدو لړۍ به د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ د پای لامل شي.

نوموړي ویلي، چې ټرمپ اوس په داسې پړاو کې دی چې کړنې یې نه یوازې امریکا، بلکې د نړۍ لپاره هم د خطر بڼه خپله کړې ده. د هغه په وینا، د دې وضعیت اغېزې تر سیمې هم رسېدلې دي او د اسلامي نړۍ او ګاونډیو هېوادونو لپاره یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

عبدالسلام ضعیف زیاته کړې، که دا وضعیت همداسې دوام ومومي، نو د دې سیاسي پایلې به د سیمې پر نورو لوبغاړو هم اغېز وکړي او ښايي د مهمو سیاسي بدلونونو سبب شي.

ورته مطالب