افغانستانراپورونهسلايډ

افغانستان له روسیې هر کال د ۲ میلیون ټنه نفتي توکو د پېر وړاندیز کړی

احساس نیوز | دوشنبه — ۱۰ وری ۱۴۰۵ هـ.ش

د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم خبیبولین ویلي، افغان چارواکو وړاندیز کړی چې له روسیې څخه د اوږدې مودې لپاره هر کال ۲ میلیون ټنه نفتي توکي وپېري.

د نوموړي په وینا، په دې سوداګریزه معامله کې به نیمه برخه مایع ګاز او پاتې نور پټرول او ډیزل شامل وي. هغه زیاته کړې چې ټاکل شوې د دې قرارداد لاسلیک د کازان فورم په څنډه کې ترسره شي.

خبیبولین ویلي، تمه ده دغه تړون به د روسیې د تېلو له لویو شرکتونو سره لاسلیک شي، څو مناسب نرخونه او د باور وړ کیفیت تضمین شي. تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي وو، چې افغانستان د روسیې د نفتي توکو پېر ته جدي لېوالتیا لري.

ورته مطالب