پاموړراپورونه

بنګلادېش کرکټ لوبډله: ټیسټ لوبو لپاره پاکستان ته نه ځو

بنګلادېش حکومت د منځني ختيځ د کړکېچ له امله خپله لوبډله پاکستان ته د ټيسټ لوبو لپاره د نه لېږلو پرېکړه وکړه.

د دوی په وينا پاکستان ته د بنګلادېش کرکټ لوبډلې تګ په اوسمهال کې له خطره خالي نه دی.

ټاکل شوې وه چې په روانه مياشت کې به د بنګلادېش او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوريزو او ټيسټ لوبو سيالۍ پيل شي.

د بنګلادېش لوبډله په پاکستان کې د شل اوريزو لوبو د ترسره کولو لپاره تياره وه، خو دا چې د ټيسټ لوبو د ترسره کولو لپاره په پاکستان کې د ډېر وخت لپاره بنګله ديشي لوبډله پاتې کېږي، نو دې ته تيار نه دي، له دې امله يې پاکستان ته له تللو څخه انکار کړی دی.

ورته مطالب